سما فلسطینی خبری آژانس راپور ورکړی ، د امریکا د حکومت دولسو مستعفی شوو چارواکو په خپلې اعلامیې کې خبرداری ورکړی، دغزې تړانګې په وړاندې د واشنګټن د سیاست ناکامي، د امریکا د ملی امنیت لپاره یو ګواښ دی .
د امریکا مستعفی شوو چارواکو په اعلامیې کې راغلي دي ، له اسرائيلي رژيم څخه دامریکا بشپړ ملاتړونه او ورته د وسلو لیږد ، دغزې د خلکو په قتل عام ، وژلو او دلوږې ته د کاږلو په جنایتونو کې ګډون او یولاس کیدا ده.
دغو باضمیره مستعفی شوو چارواکو وئیلي دي ، دغزې په باب جاهلانه او تیروتي سیاستونه، دامریکا لپاره یو ګواښ دی او ددغه هیواد د ډيپلوماټانو او پوځيانو ژوند ګواښي.
د امریکائي حکومت د مستعفی شوو چارواکو ددغې اعلامیې په دوام کې ټینګار شوی دی چې د غزې په باب د بایډن د حکومت سیاست ، د نړیوالو په وړاندې د امریکا د ځائیګي او اعتبار د کمزوريکیدا سبب شوی دی.